د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال وایي، د دغه هېواد کرېکټ لوبډله به د ۲۰۲۵ زېږیز کال د اتلانو جام سیالیو لپاره پاکستان ته لاړه نشي.
رندهیر جېسوال وایي، د هند کرېکټ بورډ د اعلامیې لمخې، پاکستان کې امنیتي وضعیت له امله به هندۍ لوبډله دغه هېواد ته سفر ونه کړي.
رندهیر جېسوال وایي: « د هند کرېکټ بورډ اعلامیه خپره کړې چې، پاکستان کې امنیتي اندېښنې دي نو له دې امله ښایي هندۍ لوبډله دغه هېواد ته سفر ونه کړي.»
د کرېکټ نړۍوالې شورا بیا هند ته په درېیم هېواد کې د لوبو کولو وړاندیز کړی خو د پاکستان کرېکټ بورډ دغه نظر بیا بیا رد کړې ده.
د کرېکټ نړۍوالې شورا په دې اړه غونډه چې ټاکل شوې وه تېره ورځ ترسره شي خو کومې پایلې ته نه ده رسېدلې او ویل شوي راتلونکو ورځو کې به په دې موخه یوه بله غونډه جوړه کړي.
د اي اس پي ان کریکنفو د مالوماتو لمخې، دغه غونډه کې به د اتلانو جام سیالیو د ترسره کېدو په لاندې درېیو ډولونو خبرې وشي:
ډېرې لوبې به پاکستان کې کیږي خو د هند لوبې به درېیم هېواد کې ترسره کیږي.
ټولې لوبې به له پاکستانه بهر کیږي خو د کوربتوب حق به پاکستان ته ورکول کیږي.
ټولې لوبې به پاکستان کې کیږي خو د هند لوبډله به پکې ګډون نه کوي.
خو د پاکستان کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي د تېرې پنجشنبې پر ورځ ویلي، د ای سي سي په غونډه کې به له خپل دریځ تېر نشي او په خبره یې، دغه غونډه کې به د پاکستان په ګټه پایله ترلاسه کړي.
د پاکستاني رسنیو د راپور لمخې، محسن نقوي ویلي: « موږ پر خپل دریځ ولاړ یو او ډاډه یو او د ای سي سي په غونډه کې به د پاکستان لپاره ښې لاسته راوړنې ولرو او ملت به خوښ کړي.»
ټاکل شوې چې، د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام سیالۍ د افغانستان، پاکستان، هند، اسټرالیا، نیوزیلنډ، سویلي افریقا، انګلنډ او بنګلدېش ترمنځ د راتلونکي زېږیز کال د فبرورۍ له ۱۹ مې د دغه کال د مارچ تر ۱۹مې ترسره شي.