Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فوټبال د اتلولۍ له لیګه د سرپل اف سي خدیم لوبډلې ۶ کلنی محرومیت

د سرپل د اف سي خدیم لوبډلې د فوټبال د اتلولۍ لیګ له قوانینو د سرغړونه کړې او د دغه نقض له امله ۶ کاله له دغه لیګه محروم شو.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون قضايي کمیټې دغه پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې یادې لوبډلې د څلورم فصل د وروستیو سیالیو له ترسره کولو انکار وکړ.

همدا راز د سرپل د خدیم اف سي د کلپ مسوول د تل لپاره د فوټبال، فوټسال او سواحلي فوټبال له لوبو محروم کړی شو.

د فوټبال فدراسیون د قضایي کمیټې د رسمي مکتوب پر بنسټ، د سرپل خدیم اف‌سي کلپ، سربېره پر دې چې د ۶ کلونو لپاره د افغانستان د فوټبال د اتلولیو له لیګ منعه شو، درې کاله د دغه ولایت د فوټبال له غوره لیګ او دوه کاله د سرپل د "الف" له لیګه هم محروم شوی او ۲۵۰ زره افغانۍ نغدي جریمه پرې هم لګېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپل خدیم اف‌سي لوبډلې تر اوسه په دې اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

دا هم باید وویل شي چې د افغانستان د فوټبال د اتلولیو څلورم فصل د ۱۲ لوبډلو په ګډون د څه باندې یوې میاشتې په لړ کې په هرات کې ترسره شو، چې د فراه ابو مسلم لوبډلې د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه