د افغانستان د بدن د ښکلا او فټنس فډراسیون د مخکیني ملي لوبغاړي علي رضا اساهي جنازه د هغه د ابدي کور پر لور یوړل شوه.
علي رضا اساهي چې ۵۱ کلن و، تېره شپه د زړه د حملې له امله پلازمېنه کې په یوه روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې.
د بدن د ښکلا د پخواني ملي لوبغاړي علي رضا آساهي زوی، کیهان وايي: زما پلار اتل و او په ډېر زحمت دغې اتلولۍ ته ورسېد او اوس وفات شو.
د علي رضا اساهي ورور، محمد حسیني وايي: ډاکټر راته و ویل چې زړه یې سکته کړې ده. بیا یې ژر مغزو ته رسېدلې، یانې په ډېر کم وخت کې دا کار شوی دی.
د بدن ښکلا او فټنس فډراسیون مسوولان د دغه ملي لوبغاړي د کورنیو او نړیوالو سیالیو بریاوې ستایي او د هغه مړینه د افغانستان د ورزش لپاره یوه ستره ضایعه ګڼي.
د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې سر روزونکی، نورالهدی شیرزاد وايي: له څه باندې لسو کلونو راهیسې د بدن د ښکلا فدراسیون غړیتوب یې درلود، لکه څرنګه چې یې خپله هم په نورو مرکو کې ویلي و تر دې وړاندې یې په نورو رزمي لوبو کې هم برخه اخیستې ده.
پر دې سربېره، د ورزش ادارې ځینې مسوولان او روزونکي د علی رضا آساهي د جنازې په مراسمو کې د ګډون پر مهال د هغه مړینه خواشینوونکې بولي او په اوسني وضعیت کې د هغه د کورنۍ پر ملاتړ ټينګار کوي.
د بدن ښکلا او فټنس فډراسیون رییس، باور هوتک وايي: یوازې د اساهي صیب کورنۍ نه بلکې دا د ټول هېواد لپاره لویه ضایع وه. هغه یوازې د بدن ښکلا اتل نه و بلکې د ټولو لوبو اتل و او د ټول افغانستان اتل و.
د تکواندو د مل لوبډلې سر روزونکی، محمد بشیر تره کی وايي: پلار یې خپل ټول وخت د افغانستان خلکو ته وقف کړی دی. خدمت یې کړی نو اوس باید موږ ته پکار ده چې د هغه اولادونو ته یو څه وکړو.
د نړۍ د دوه ځله اتلولۍ ګټونکي ملي لوبغاړي علي رضا اساهي جنازه د جمعې په ورځ په کابل کې خاورو ته وسپارل شوه.
هغه څو میاشتې وړاندې د مالدیف په نړیوالو سیالیو کې د پاخه منګ د لوبغاړو په کټګورۍ کې د افغانستان لپاره د سرو زرو مډال وګاټه.
نوموړي دغه راز په دې وروستیو کې د غړو د ښکلا له نړیوال فډراسیونه د روزونکي معتبر سند ترلاسه کړی و.
د یادونې وړ ده، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي، راشد خان، او د غړو د ښکلا د ورزش یو شمېر نورو لوبغاړو او مینوالو د آساهي له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې او د هغه مړینه یې د افغانستان د ورزشي ټولنې لپاره یوه ستره ضایعه بللې ده.
په دې اړه مو اندونه