د مریلبون کرېکټ کلب خیریه بنسټ د کډوالو لپاره د کرېکټ نړۍوال صندوق جوړ کړی چې لومړی ملاتړ به یې افغان ښځینه لوبډله ترلاسه کړي.
دغه صندوق د کرېکټ له لارې د افغانانو په ګډون په ټوله نړۍ کې د کډوالو د ملاتړ په موخه جوړ شوی دی.
د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلونونو او د ښځو پر ورزش د محدودیتونو تر لګېدو وروسته، ډېرې ښځینه لوبغاړې په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځو کرېکټ ملي لوبغاړې د افغانستان پرېښودو ته اړې شوې.
د پرلپسې هڅو سربېره، دې لوبغاړو ونشوه کولای چې د کرېکټ په نړۍ کې رسمي ملاتړ ترلاسه کړي.
اوس د کرېکټ د یوه مهم بنسټ په توګه د مریلبون کرېکټ کلب غواړي چې د دغه صندوق په جوړولو سره بې ځایه شویو لوبغاړو لپاره د تمرین، زدهکړې او مسلکي پرمختګ زمینه برابره کړي.
د دغه کلب سرمنشي، راب لینچ و ویل: « کرېکټ د الهام ورکولو، یووالي او پیاوړتیا ځواک لري. د دې نوښت له لارې، موږ غواړو هغو کسانو ته زمینه برابره کړ چې تر ټولو ډېر ورته اړتیا لري.»
دغه کلب په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې په لومړي پړاو کې به د خوندي تمریناتو لپاره د امکاناتو، ښوونیزو فرصتونو او د مسلکي پرمختګ لپاره د بودیجې پر ترلاسه کولو تمرکز وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د انګستان کرېکټ بورډ هم د دغه پروګرام د چټکتیا لپاره سل زره پونډه مرسته کړې ده.
د کډوالو لپاره د کرېکټ نړۍوال صندوق د افغانستان د ښځو کرېکټ لوبغاړو او نورو کډوالو لپاره یو مهم ګام بلل کیږي.
په دې اړه مو اندونه