Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نن په پاکستان کې د افغان لوبډلې په ګډون د کرېکټ اتلولۍ جام پیلېږي

د کرېکټ د اتلولۍ جام نن (چهارشنبه د کب ۱) د پاکستان په کوربه توب او د افغانستان د ملي لوبډلې په ګډون پیلېږي.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې، د نوي زیلاند او پاکستان ملي لوبډلې نن له یو بل سره مخ کیږي چې د افغانستان پر وخت به له غرمې وروسته ۱ نیمې بجې پیل شي.

په دې سیالیو کې، اته هېوادونه په دوو ګروپونو کې چې هر یو یې څلور لوبډلې لري، په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې سره سیالۍ وکړي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په B ګروپ کې د سويلي افریقا، انګلستان او استرالیا سره ده او خپله لومړۍ لوبه به د همدې اونۍ د جمعې په پاکستان کې د سويلي افریقا پر وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان د ملي لوبډلې لوبډلمشر،  حشمت‌الله شهیدي، طلوع نیوز سره په خبرو کې د لوبغاړو چمتووالی د قناعت وړ بللی او د خپلو سیالانو پر وړاندې یې د ښو پایلو په ترلاسه کولو ټینګار کړی دی.

په A ګروپ کې به، د پاکستان، بنګله‌دېش، نوي زیلاند او هند ملي لوبډلې سره سیالي وکړي.

دا سیالۍ د پنځوس اوره کرېکټ د سیالیو په چوکاټ کې کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه