د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د اتلانو جام په خپله لومړۍ سیالۍ کې نن (جمعه، د کب ۳مه) د کابل پر وخت د ماسپښین یوه نیمه بجه د سویلي افریقا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کیږي.
افغان لوبډله داسې مهال د سویلي افریقا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي چې، تر دې وړاندې یې دغې لوبډلې ته د یو ورځینو سیالیو په لوبلړۍ کې د ۲ پر ۱ توپیر سره ماتې ورکړې وه.
افغان لوبډلمشر حشمتالله شهیدي طلوعنیوز سره په خبرو کې د لوبغاړو چمتووالی د قناعت وړ بللی و او د خپلو سیالانو پر وړاندې یې د ښو پایلو په ترلاسه کولو ټینګار کړی وو.
افغان لوبډله په B ګروپ کې له سويلي افریقا، انګلستان او اسټرالیا سره لوبیږي.
د اتلانو جام سیالۍ د تېرې چهارشنبې پر ورځ د پاکستان او نیوزیلنډ په سیالۍ سره پیل شوې چې، پاکستان دغه سیالۍ کې د ۶۰ منډو په توپیر ماتې ومنله.
دغه جام کې افغانستان، سویلي افریقا، انګلستان، اسټرالیا، پاکستان، بنګلهدېش، هند او نیوزیلنډ په دوو ګروپونو کې د اتلولۍ ګټلو لپاره سیالي کوي.
په دې اړه مو اندونه