Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فرزاد منصوري د بلجیم په اوپن سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګټه

د افغانستان د ټکوانډو پخواني لوبغاړي، فرزاد منصوري د "بلجیم اوپن" سیالیو د سپینو زرو مډال وګټه. 

نوموړي طلوع‌نیوز ته ویلي، دغو سیالیو کې یې له فرانسې او هالنډه د خپلو سیالانو په ماتولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه خو په ۸۰ کیلو ګرام وزن سره یې پایلوبه کې د سرو زرو مډال ته د رسېدو لپاره له خپل امریکایي سیاله ماتې ومنله. 

۲۳ کلن منصوري تېر کال هم دغو سیالیو کې د سپینو زرو مډال ګټلی و. 

د بلجیم اوپن سیالۍ د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د ټکوانډو لوبغاړو په ګډون د بلجیم په کوربتوب ترسره شوې. 

فرزاد منصوري د المپیک نړۍوالې کمېټې د کډوالو په لوبډله کې هم و. 

نوموړی څلور کاله د افغانستان د ملي لوبډلې غړی و خو ۲۰۲۱ کال کې یې تر سیاسي بدلونونو وروسته انګلستان ته پناه یوړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه