د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نن (سېشنبې، د وري ۵مه) د اسیا ملتونو جام سیالیو د غوراوي پړاو په خپله لومړۍ لوبه کې د میانمار پر وړاندې سیالۍ کې د ۲ پر ۱ پایلې سره ماتې ومنله.
دغه لوبه د اسیا ملتونو جام سیالیو د غوراوي پړاو په لړ کې، د میانمار په کوربتوب، نن ماسپښین په ۰۳:۰۰ بجو ترسره شوه، چې افغانستان له میانمار ماتې وخوړه.
د افغانستان لوبغاړي د دغه سیالیو په غوراوي پړاو کې له پاکستان، میانمار او سوریې سره په یوه ګروپ کې دي.
بلخوا، د فوټبال فډراسیون مسوولانو طلوعنیوز ته ویلي، چې د ملي لوبډلې څلور لوبغاړي – نعیم رحیمي، آدم علي رستمي، پیمان سلطاني او توماس صفري – د کوربه هېواد له لوري د ویزې د ستونزو له امله تر اوسه په میانمار کې له لوبډلې سره نهدي یوځای شوي.
د فوټبال فډراسیون ویاند، مصطفی هاشمي ویلي، چې ۲۸ ورځې وړاندې یې د ملي لوبغاړو نوملړ د میانمار فوټبال فډراسیون ته د ویزې لپاره استولی و؛ خو دغه هېواد د افغانستان د ځینو لوبغاړو د ویزې په صادرولو کې ځنډ کړی دی.
په دې اړه مو اندونه