د افغانستان د رستمي غېږنیونې ملي لوبډلې د ترکمنستان له نړۍوالو سیالیو یو د سپینو زرو او پنځه د برنزو مډوالو وګټل.
د سامبو کورش فدراسیون مسوولین وایي، افغان لوبغاړو د دغو سیالیو په "گورش" سبک کې د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړو ته ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې د دې سیالیو درېیمه غوره لوبډله انتخاب شوې ده.
د رستمي غېږنیونې دغه سیالۍ د ترکمنستان په عشقاباد ښار کې د افغانستان په ګډون د ۱۴ هېوادونو د لوبغاړو په حضور په "گورش" او "آلیش" دوو سبکونو کې ترسره شوې.
د افغانستان ۱۸ لوبغاړو دغو سیالیو کې ګډون کړی و.
په دې اړه مو اندونه