د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مدیر، امید همایوني، طلوعنیوز ته تایید کړې، چې عثمان توشف تېره پنجشنبه خپله استعفا د افغانستان فوټبال فډراسیون ته سپارلې او دغه فډراسیون هم د هغه استعفا منلې ده.
همایوني د استعفا د دلیل په اړه ډېر جزییات نهدي ورکړي؛ خو عثمان توشف چې د ازبیکستان اوسېدونکی دی، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د افغانستان د ملي لوبډلې روزنه پر غاړه درلوده، چې افغانستان په دې موده کې، د نیپال، تایلنډ، تاجیکستان او میانمار پر وړاندې څلور رسمي او دوستانه لوبې وکړې، چې ټولې یې په ماتو پای ته ورسېدې.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مدیر زیاتوي، چې دوی له یوه ایټالوي روزونکي سره هوکړه کړې او تمه ده، چې نوموړی به ډېر ژر د ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي په توګه معرفي شي؛ خو د دغه نوي روزونکي په اړه یې نور معلومات نهدي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې په رسمي او دوستانه لوبو کې، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې کمزورو پایلو د هېواد دننه د فوټبال مینهوال ناراضه کړي، او ان ځينې یې د فوټبال فډراسیون په مشرتابه کې د پراخو بدلونونو غوښتنه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه