Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رستمي غېږ نیونې افغان لوبغاړو اوزبیکستان کې دوه مډالونه ګټلي

د افغانستان د رستمي غېږ نیونې ملي لوبغاړو د اوزبیکستان له نړۍوالو سياليو د سرو زرو او برنزو دوه مډالونه ګټلي دي.

د افغانستان د سامبو کورش فدراسيون مسوولین وايي، افغان لوبغاړي محمد عمر د ۶۵ کيلوګرام وزن په کټګورۍ کې، د ۱۸ کلونو کم عمره ځوانانو په نړۍوالو سياليو کې د روسيې، کوربه اوزبیکستان، قرغيزستان او افغانستان د سيالانو په ماتولو سره د سرو زرو مډال تر لاسه کړ او د دې سياليو اتل شو.

بل افغان لوبغاړي جاوید کريمي هم د اوزبیکستان، ترکمنستان او قرغيزستان د سيالانو په ماتولو سره د سپینو زرو مډال وګاټه.

پر دې سربېره پنځو نورو افغان لوبغاړو دغو سياليو کې پنځم مقام تر لاسه کړی دی.

دغه نړۍوالې سيالۍ د اوزبیکستان په نکوس ښار کې جوړې شوې دي.

افغان لوبغاړي به د دې سیالیو په دویم سبک کې هم د خپلو سیالانو پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه