Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د سولې ځوان سفیران د نړۍ هېوادونه ته د سولې پیغام وړي

د افغانستان د سولې ځوان سفیرانو نن په کابل کې د بایسکل ځغاستې له ننداریزو حرکتونو وروسته نهو اسیایي او اروپايي هېوادونو ته د سولې پیغام د رسولو په پار خپل سفر پیل کړ.

د سولې له دغو سفیرانو د ستاینې له امله نن ۳۰ نجونو په ننداریزه توګه د بایسکل ځغاستې لوبه ترسره کړه.

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې څلور ځوان سفیران له بایسکل ځغلونې سره لومړی تاجکستان او له هغه ځایه د اوه هېوادونو په تېرېدو سره ځانونه فرانسې ته ورسوي.

د سولې د ځوانو سفیرانو د بنسټ مسووله ګلثوم زهرا په دې اړه وویل:«د بایسکل ځغلوونکو له ننني حرکت څخه موخه د کورنیو او بهرنیو افکارو سمبالول دي او همدارنګه په افغانستان کې د جګړې په اړه د نړیوالۍ ټولنې خبرول دي.»

دا سیالۍ نن د کابل ښار په هنګرها څلور لارې کې په لاره واچول شوې.

دغه سیالۍ نن د کابل ښار د هنګرها په څلور لاره کې په لاره واچول شوې.

په دغو سیالیو کې یوه تنه ګډون کوونکې ستاره زماني وايي:«نن موږ دلته (د کابل ښار د هنګرا څلور لارې) کې سره راغونډ شوي یوو، ترڅو هېوادوالو ته د یوه نوي امید پیغام ورکړو. موږ تراوسه هم د ښه والي او همدارنګه د ښه افغانستان لپاره هیله لرو.»

دوه نجونې او دوه هلکان د افغانستان د ځوانو سفیرانو د سولې د ټيم غړي دي چې د بایسکل ځغلونې سیالۍ له لارې غواړي هېواد کې خلکو ته د سولې پيغام ورسوي.

تمه کېږي د سولې دغه ځوان سفیران لومړی تاجکستان ته ورسېږي او له هغې وروسته د هر هېواد یو هلک او یوه نجلۍ د بایسکل ځغلونې په برخه کې له دوی سره ملګري شي او تر فرانسې پورې به د دوی شمېر تر شل کسانو ورسېږي.

دغه نجونې د سولې د څلورو ځوانو افغان سفیرانو د ملاتړ په منظور د بایسکل ځغاستې سیالۍ په لاره اچولې ده.

د بایسکل ځغاستې په سیالیو کې یوه ګډون کوونکې خاطره څرګندوي:«زما موخه دا ده چې د افغانستان د پرمختګ لپاره خپله ونډه ډاګیزه کړم؛ دا انګېزه د دې لامل شوی چې په دغه پروګرام کې ګډون وکړم.»

بله بایسکل ځغلوونکې فاطمه وايي:«موږ ځوانان حرکت وکړو او د افغانستان لپاره بایسکل ځغلونه وکړو او هېواد ته سوله راولو.»

د دغه پروګرام مسوولین وايي، چې د دغه سفر لګښت هر څوک پر خپله غاړه لري او له دې يې موخه نړیوالو ته د افغانستان د سولې پيغام رسول دي.

ټاکل شوې ده چې د سولې دا څلور کسیزې ډله د سولې ټينګښت په موخه په بایسکل تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسیه، بلاوروس، پولنډ، جرمني او فرانسې ولاړ شي.

شریک یي کړئ