د ارسنال لوبډلې د شنبې په شپه(د زمري ۱۱مه نېټه) د لندن ښار ومبلي لوبغالي کې چلسي لوبډلې ته ۲ د ۱ پر وړاندې ماته ورکړه او د څلورم ځل لپاره د دغو لوبو اتل شو.
د تېرې شپې بریا سره، دغې لوبډلې د حذفي جام سیالیو کې د ډېرو اتلولیو سره خپل ځای وساتلو.
دا د انګلستان د حذفي جام یو سلو نهه دیرشم پړاو سیالۍ وې چې ترسره شوې.
دغه لوبه کي د ارسنال بریدگر اوبامیانگ بریال شو چي د خپلې لوبډلې دوهم ګول ووهي.
هغه لومړی ګول د لوبې په ۲۸مه دقیقه کې وهلی وو او دوهم یې هم په ۶۷ دقیقه کې ترسره کړ.
دا په داسې حال کې وه چې چلسي د کریستین پولیسیچ ګول سره په لومړیو پنځو دقیقو کې مخکې شوی وه.
د دغې لوبډلې غړی، متئو کواچیچ د لوبې په ۷۳ دقیقه کې ویستل شو او لوبه یې د لسو غړو سره مخې ته بوتله.
دغه لوبه د ارسنال لپاره چې لیګ یې په اتم پړاو کې پایته ورسولو او د اروپايي لیګ سهمیې کسب نه پاتې شوی وو، د دغه لیګ راتلونکي فصل سهمیه یې په مستقیم ډول دا ځل ترلاسه کړه.