Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اصغرافغان: د قرنطین په ورځو کې کور کې تمرین کوم

د هېواد د کریکټ ملي لوبډلې کپټان، اصغر افغان د کرونا ویروس له کبله د قرنطین ورځې په کور کې د کریکټ په تمرین تیروي.

نوموړی وايي د بدني ځواک ساتنې لپاره یې اړینه بولي چې هره ورځ په کور کې تمرین وکړي.

ښاغلی افغان همداراز نورو لوبغاړو ته هم سپارښتنه کوي، څو د بدني ځواک ساتنې په موخه د تمرین ترڅنګ باید چې خوړو پروګرام ته هم پام وکړي.

دی زیاتوي:«دولت هم ویلي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره باید کور کې پاتې شو، نو میدان ته نشو تلی نو زه هم سهار او هم ماښام دوه یا دوه نیم ساعته تمرین کوو، دا کار که څه هم سخت وي، خو اړ یوو چې دا کار وکړو.»

اصغر وايي هره ورځ له ۱۲بجو تر دوو او د شپې له ۸ تر ۱۰ بجو تمرین کوي.

اوس مهال هېواد کې ټولې ورزشي لوبې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه درول شوې دي.
 
اصغر افغان وايي د بدني ځواک ساتنې لپاره یې اړینه بولي چې هره ورځ په کور کې تمرین وکړي.

شریک یي کړئ