د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د هېواد د کریکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډل مشر، اصغر افغان یو ځل بیا د ملي لوبډلې د لوبډل مشر په توګه ټاکل شوی.
کریکټ بورډ ویلي چې ښاغلی اصغر یې د راشد خان پر ځای ټاکلی او وروسته له دې به راشد خان له اصغر افغان سره د مرستیال په توګه دنده پر مخ وړي.
اصغر افغان د روان کال د وري په میاشت کې له لوبډلمشرۍ څخه ګوښه کړل شوی دی.
په هغه وخت کې د ښاغلي افغان پر ځای په یو ورځنیو لوبو کې ګلبدین نایب، په شل اوریزو لوبو کې راشدخان ارمان او په ټسټ یا پنځو ورځنیو لوبو کې رحمت شاه زرمتی د لوبډلمشرانو په توګه ټاکل شوي وو.