Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان ایرلنډ کریکټ لوبډلې ته د ۱۲۶منډو په توپیر ماته ورکړه

افغان کریکټ لوبدلې ايرلنډ لوبډلې ته دويمې نړيوالې يو ورځنۍ لوبه کې د ۱۲۶ منډو په توپير ماتې ورکړه او په دې سره د دوه نړيوالو لوبو ياده لوبلړۍ يو - يو مساوي پای ته ورسېده.

که څه هم د لوبې په پيل کې ايرلنډ لوبډلې د لوبې پچه وګټله, خو لومړی يې افغان لوبډلې ته د توپوهنې موکه ورکړه.

‎افغان لوبغاړو د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۵۰ اورونو کی سيالې لوبډلې ته د ۳۰۶ منډو هدف وټاکه.

په دې لوبه کې افغان لوبغاړي شهزاد ۱۰۱ منډې جوړې کړې او په دې سره يې په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې خپله شپږمه سليزه هم پوره کړه.

همداراز رحمت شاه ۶۲, نجيب الله ځدراڼ هم ۶۰ ناسوځېدلې او حشمت الله شهيدي ۴۷ منډې وکړې.

د ايرلنډ توپ اچوونکو له ډلې بيا ام اې اډېر درې, اې ار مکبراين دوه, او رنکېن او سټرلېنګ يوه - يوه ويکټه واخيسته.

ټاکل شوې چې افغان کریکټ لوبډله به د نړيوال جام سیالیو لپاره انګلستان هېواد ته ولاړه شي.

په دې لوبه کې افغان لوبغاړي شهزاد ۱۰۱ منډې جوړې او سلیزه یې پوره کړه

شریک یي کړئ