Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان درې ځله پرله پسې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله وتوانېده چې د شل اوریزو لوبو لړۍ (سریز) درې واړه لوبې په پرله پسې توګه له ایرلنډه وګټلې.

د دغه سریز د درېیمې لوبې لومړۍ پاڼۍ افغانستان له توپوهنې سره پيل او د سیالۍ لوبډلې لپاره یې ۲۱۱ منډې هدف وټاکه، د توپوهنې په برخه کې د افغان لوبډلې لپاره محمد نبي عیسي خېل ښه وځلېد او د خپلې لوبډلې لپاره یې ۸۱ منډې جوړې کړې.

خو بل پلو ایرلنډ د توپوهنې په برخه کې ښه ونه ځلېد او د ټولو شلو اورونو له لوبولو سره یوازې ۱۷۹ منډې پوره کړې او د ورکړل شوي هدف په پوره کولو کې بې وسه شوه او د ۳۲ منډو له توپیر سره یې افغانستان ته ماته وخوړه.

د دغې لوبې په پای کې محمد نبي عیسي خېل د مسلکي کدر له خوا د غوره لوبغاړي لقب خپل کړي.

اخوا افغانستان د توپ اچونې په برخه کې هم ښه وځلېد او راشد خان د خپلې لوبډلې لپاره  پنځه لوبغاړي وسوځول.

ټاکل شوې چې افغانستان له ایرلنډ سره  پنځه یو ورځنۍ او یوه تیسټ لوبه هم ترسره کړي.

اخوا افغانستان د توپ اچونې په برخه کې هم ښه وځلېد او راشد خان د خپلې لوبډلې لپاره  پنځه لوبغاړي وسوځول. ټاکل شوې چې افغانستان له ایرلنډ سره  پنځه یو ورځنۍ او یوه تیسټ لوبه هم ترسره کړي.

شریک یي کړئ