Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د تکوانډو په اسیايي سیالیو کې پنځم مقام ترلاسه کړ

افغانستان د ټکوانډو د تنکیو ځوانانو د اسیايي سیالیو په لسم پړاو کې د یو سپين زرو او دوه برنزو مډالونو له ګټلو سره د دغو سیالیو پنځم مقام خپل کړ.

افغانستان په دغو سیالیو کې بریالی شو چې ۲۹ امتیازونه ترلاسه او پنځم مقام ته ورسېږي.

په دغو سیالیو کې، د هېواد د ټکوانډو لوبغاړی فرزاد منصوري، د اردن، ازبکستان او سوېلي کوریا هېوادونو لوبغاړي مات کړل خو په وروستۍ لوبه کې د خپل ایراني سیال په وړاندې ماتې ومنله او د اسیايي سیالیو دویم مقام یې خپل کړ.

همدارنګه مرتضی صالح د سوېلي کوریا او تایوان هېوادونو د لوبغاړو له ماتولو سره د برنزو مډال ترلاسه کړ، اخوا بل افغان لوبغاړي احسام رحیمي هم د خپلو دوه سیالانو چې د عربستان او کویټ هېوادونو وو، مات او د برنزو مډال یې تر لاسه کړ.

په دغو سیالیو کې یوازې ۱۱ هېوادونه بریالي شول چې مډالونه ترلاسه کړي چې ایران، سوېلي کوریا، ازبکستان او اردن په تریتب سره له لومړي تر څلورم مقامونه ترلاسه او افغانستان هم پنځم مقام ته ورسېد.

د ټکوانډو تنکیو ځوانانو د اسیايي سیالیو په لسم پړاو کې ۳۲ اسیاسيي هېوادونو ګډون کړی وو او دا سیالۍ په اردن کې ترسره شوې.

شریک یي کړئ