Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان سبا له ویسټ انډیز سره ټسټ لوبه کوي

د افغانستان کریکټ بورډ نن(سې‎شنبې د لیندۍ په ۵مه نېټه) د ویسټ انډیز پر وړاندې له درې ورځنۍ تمریناتي لوبې وروسته نن د یادې لوبډلې پر وړاندې د راتلونکې ټېسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړه.

د پنځلس کس‎ییز نوملړ له مخې ټاکل شوې ویسټ انډیز پر وړاندې ټسټ لوبه کې به راشد خان، اصغر افغان، احسان الله جنت، ابراهیم ځدران، حاوېد احمدي، رحمت شاه، کریم جنت، قیس احمدي، اکرم علي خېل، افسر ځاځی، ناصر جمال، زهیر خان، یمین احمدزی، همزه هوتک، نجات مسعود لوبه وکړي.

ټاکل شوې د ویسټ انډیز پر وړاندې ټېسټ لوبه د سبا (روانې نومبر میاشتې په ۲۷مه نېټه) پیل او د ډسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.

کریکټ بورډ ویلي چې سید شېرزاد او حشمت الله شهیدي د ټپ له امله په دې لوبه کې د لوبېدو لپاره نه دي غوره شوي.

دا په د اسې حال کې ده چې د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې د وېسټ انډيز له ملي لوبډلې سره درې یو ورځنۍ او درې ۲۰ اوریزې لوبې ترسره کړې. دغه لوبې چې د لړم په ۱۴مه پیل شوې د پنځو اوریزو لوبو بریا ویسټ انډيز او د ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ هم افغانستان وګټله.

د ویسټ انډيز پر وړاندې ټسټ لوبه، به د افغانستان درېیمه ټسټ لوبه وي. افغانستان خپله لومړنۍ ټسټ لوبه تېره کال د هند په وړاندې ترسره کړه چې دا لوبه هندي لوبغاړو وګټله. د روان کال په وري میاشت کې افغانستان وتوانېد چې خپله دویمه ټسټ لوبه د ۷ ویکټو په توپیر له ایرلنډ څخه وګټي.

افغانستان له ویسټ انډيز سره خپله وروستۍ ۲۰ اوریزه لوبه د لړم په ۲۶مه نېټه ترسره کړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۹منډو په توپیر ماته ورکړه.

د افغانستان کریکټ بورد نن سې شنبې له ویسټ انډیز سره د لوبې لپاره د افغان لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

شریک یي کړئ