د هېواد د کرېکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د کرېکټ د ۵۰ اوریزو نړیوال جام سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې سوېلي افریقا ته ماتې د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه لوبه نن په سوېلي افریقا کې جوړه او د افغانستان ملي لوبډلې وکړای شول چې په خپله لومړۍ لوبه کې بریا ترلاسه کړي.
افغان لوبغاړي وتوانېدل د سوېلي افریقا ۱۳۰ ورکړل شوی هدف د درې لوبغاړو په سوځېدو او په ۲۵ اور کې پوره کړي.
د هېواد د کرېکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډله د نړیوال جام په «ډي» ګروپ کې له سوېلي افریقا، له متحده عربي اماراتو او کاناډا سره هم ډلې ده.
د یو ورځنیو یا ۵۰ اوریزو نړیوال جام سیالیو کې، افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلستان، هندوستان، نوي زیلنډ، سوېلي افریقا،سریلانکا، وینډیز، زېمبابوې، نایجیریا، کاناډا، امارات، جاپان او فرانسې لوبډلې حضور لري.