وروستي خبرونه
Thumbnail
سپورټي

افغانستان قطر ته د فوټبال لوبه بایلوده

افغانستان د قطر پر وړاندې فوټباله لوبه کې ۰ـ۱پر وړاندې ماته وخوړه.

دغه لوبه سې شنبې(د لړم په ۲۸مه نېټه) د اسیا د ملتونو ۲۰۲۳جام او د ۲۰۲۲ نړیوال جام مقدماتي سیالیو په لړ کې د تاجکستان په دوشنبې ښار کې ترسره شوه.

په دې لویه کې افغانستان د مصدومېدو له کبله خپل څو لوبغاړي له ځانه سره نه درلودل.

افغانستان د لوبې په لومړۍ نیمايي کې د یوه پنالټي څښتن هم شو، خو عمران حیدري ونه توانید چې دغه پنالټي به ګول بدل کړي.

د لوبې په دوهمه نیمايي کې هم افغانستان ونه توانید چې کوم ګول ترسهر کړي، او په ۷۶ دقیقه کې قطري لوبغاړي، اکرام عفیف د پنالټي له ټکي ګول ترسره کړ او د لوبې درې امتیاز یې خپل کړل.

د لوبې په دوام نورالله امیري او خیبر اماني لوبې ته د ننه شول او لوبې یرغلییز ډول خپل کړ، خو پایله کې بدلون رانغی او لوبه د یو د صفر پر وړاندې د قطر په ګټه پایته ورسېده.

د افغانستان د فټبال لوبډله اوس له څلور امتیاز سره له قطر اوعمان نه وروسته د پنځمې دلې په دریم ځای کې ده.

د افغانستان بله لوبه به د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د مارچ په میاشت کې د بنګله دیش په کوربته توب وي.

افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې تر دې مهاله په دغو سیالیو کې یو لوبه له بنګلدېش لوبډلې ګټلې او بله يې د هند سره مساوي کړې ده.

سپورټي

افغانستان قطر ته د فوټبال لوبه بایلوده

د افغانستان د فوټبال لوبډله اوس مهال له څلور امتیاز سره د جدول دریم ځای او پنځمې ډلې که ده

شریک یي کړئ