Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له وېسټ انډيز سره د افغانستان ټسټ لوبه

د هېواد کرېکټ بورډ د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۶مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې چې تر راتلوونکو څلورو میاشتو د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله د وېسټ انډيز له ملي لوبډلې سره یوه ټسټ درې یو ورځنۍ او درې ۲۰ اوریزې لوبې ترسره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي:«ټاکل شوې ده چې دا لوبې د لړم په ۱۴مه پیل او د لیندۍ تر ۱۰ مه په هند کې ترسره شي چې دا لوبې درې ۲۰ اووره، درې یو ورځنۍ او یوه ټسټ لوبه به وي.»

دا په داسې حال کې ده چې تراوسه افغانستان د وېسټ انډيز په وړاندې لس لوبې کړي چې له دې ډلې اته لوبې یې په وېسټ انډيز کې شوې دي.

د دغو دوو لوبډلو ترمنځ وروستۍ لوبه د ۲۰۱۹ کال د پنځوس اووریزو سیالیو کې وه چې وېسټ انډيز وتوانېد افغانستان ته ماته ورکړي.

دا به د افغانستان درېیمه ټسټ لوبه وي. افغانستان خپله لومړنۍ ټسټ لوبه تېره کال د هند په وړاندې ترسره کړه چې دا لوبه هندي لوبغاړو وګټله.

د روان کال په وري میاشت کې افغانستان وتوانېد چې خپله دویمه ټسټ لوبه د ۷ ویکټو په توپیر له ایرلنډ څخه وګټي.

شریک یي کړئ