Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د اسیا جام سیالیو وروستۍ لوبه له هند سره مساوي کړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالو د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې خپله پنځمه او وروستۍ لوبه له هند سره مساوي کړه.

دا لوبه تېر ماښام(سې‎شنبې د تلې ۳مه نېټه) د دوبۍ نړیوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه او له دغې لوبې سره افغانستان د لوبې یو امتیاز ترلاسه کړ.

د لوبې لومړۍ پاڼۍ افغان لوبډلې پیل کړه او پنځوسو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۲ منډې وکړې، خو د هند ټول لوبغاړي د پنځوسم اور په پنځم بال ۲۵۲ منډو کې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

د افغانستان لپاره شهزاد محمدي تر ټولو ښې ۱۲۴ منډې وکړې.

افغان لوبډلې د اسیا جام سږنیو سیالیو کې له بنګله دېش او سریلانکا نه دوه لوبې وګټلې، پاکستان او بنګله دېش ته یې دوه لوبې وبایللې او دا دی خپله پنځمه لوبه یې له هند سره مساوي کړه.

د لوبې په وروستي اور کې راشد خان د هند لسم لوبغاړی هم له لوبې ویست او په دې سره لوبه مساوي شوه.

هند په دې سیالیو کې خپلو سیالانو هانګ کانګ، بنګله دیش، له پاکستان سره دوې لوبې په ډېر توپير ګټلي دي.

د کرېکټ ملي لوبډلې د اسیا جام څلور غوره لوبډلو کې خپله وروستۍ لوبه له هند سره مساوي کړه او د دغې سیالۍ یو امتیاز یې خپل کړ

شریک یي کړئ