Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان بوکسر خپل آلماني سیال اتم رونډ کې ناک اوټ کړ

آلمان کې مېشت افغان سوک‎وهونکی، یما سعیدي د جمعې په شپه( د چنګاښ پر لومړۍ، خپل آلماني سیال ته ماته ورکړه او هغه یې په اتم رونډ کې ناک اوټ کړ.

ښاغلي سعیدي د دې بریا سره له خپلې اتلولۍ دفاع و کړه. دی د اروپا په کچه د آی بي اف کمربند لري.

د نوموړي سیال، سبستیان مخکې له دې لوبې په خپله کړنلاره کې هېڅ ماته نه درلوده او ۱۰ لویې یې په بریا ترسره کړې وې چې په درېیو کې یې خپل سیالان ناک اوټ کړي وو.

ښاغلي سعیدي د مارچ میاشتې په ۱۰مه خپل ارمنستاني سیال، آرمان توروسیان ته چې د اروپا اتل وه، ماته ورکړه.

د یما سعیدی مور، لامعه سعیدي وايي:«د یما جان بریا تاسو ټولو ته مبارک وایم او ستاسو ټولو له ملاتړ څخه مننه کوم.»

په همدې حال کې یما وویل:«دا چې له خپلې اتلولۍ مې دفاع وکړه، ډېر خوښ یم، له خپلو ټولو هېوادوالو مننه کوم چې په خپلو دعاوو کې یې موږ یاد کړو.»

دا د یما ۱۳مه بریا وه چې په مسلکي سوک‎وهنه کې یې ترلاسه کوي، مخکې له دې یې خپل ۶ سیالان ناک اوټ کړي وو.

یما ۲۴ کاله عمر لري او له ۲۰۱۱ زیږدیز کال راهیسې یې پر سوک‎وهنې پیل کړی دی او تر اوسه یې ډېرې بریاوې خپلې کړې دي.

نوموړی لومړنۍ افغان دی چې د اروپا آی بي اف کمربند یې ترلاسه کړی دی.

یما سعیدي د هېواد لومړی سوک‎وهونکی دی چې د اروپا په کچه یې د آی بي اف کمربند ترلاسه کړي، ده مخکې له دې ۱۳ لویې ترسره کړې دي چې په شپږو کې یې خپل سیالان ناک اوټ کړي دي

شریک یي کړئ