Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان توکمه مصطفي امیني او د اسټرالیا فوټبال ملي لوبدلې غړیتوب

مصطفي امیني، افغان الاصل اسټرالیایی اوس د اسټرالیا د فوټبال په ملي لوبډله کې لوبېږي. 

هغه د ۱۷ کلنۍ او ۲۰ لکنۍ نه ښکته او د اسټرالیا د امید لوبډلې او  همدارنګه اروپايي کلپونو کې د حضور تجربه لري.

محمد مصطفي کاستلو امیني په ۱۹۹۳ کال کې د افغاني پلار او نیکاراګویي مور نه د اسټرالیا په سیدني ښار کې نړۍ ته سترګې پرانستې.

هغه د فوټبال لومړني پړاونه د مرکزي هافبک په پست کې د اسټرالیا سپورټي انسټېټیوټ د ځوانانو په لوبډله کې پیل کړ. مصطفي په دغې لوبډله کې له ځلېدو وروسته، د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې د اسټرالیا غوره لیګ د «سنټرال کاسټ مرینر»له لوبډلې یوځای شو. هغه په دغې لوبډله کې له یو کلن حضور سره خپلې لوبډلې ته ۲۷ ځله ډګر ته ورودانګل او وتوانېد چې یو ګول ترسره کړي.

مصطفي د سنټرال کاسټ مرینر لوبډله کې له یوه کال حضور وروسته له درې کلن تړون سره بونډیسلیګا ته ولاړ او د بورسیا ډورټموند له دویمې لوبډلې سره چې د بونډیسلیګا په درېیم ډله لیګ کې دی یوځای شو. هغه په دغه لوبډله کې د ردې کلونو په لړ کې ۵۷ ځله د خپلې لوبډلې لپاره لوبه وکړه او وتوانېد چې درې ګوله ترسره کړي.

مصطفي له دغې المانۍ لوبډلې سره د تړون تر ختمېدو وروسته د ډنمارګ سوپر لیګ «رېنډف اف سي» لوبډلې سره یوځای شو. هغه له ۲۰۱۶ کال راهیسې د ډنمارک سوپر لیګ د «AGF Aarhus» لوبډله کې لوبېږي او لوبډله یې له ۲۴ امتیازونو سره د جدول په لس ځایګی کې ده.

مصطفي امیني په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې سره د یوځای کېدو لپاره د افغان لوبډلې د روزونکي سلوان سکلیزیچ بلنه رد کړې وه.

اوس مصطفي امیني د اسټرالیا د ملي لوبډلې غړیتوب لري او د ۲۰۱۹ اسیا ملتونو جام سیالیو کې له خپلې لوبډلې سره لوبېږي.

شریک یي کړئ