د هېواد کرکټ لوبډله نن(دوشنبې د سلواغې۳۰مه) د زمبابوې پر وړاندې خپله پنځمه یوه ورځنۍ لوبه د عربي متحده اماراتو په شارجې ښار کې ترسره کوي.
مخکې له دې د هېواد کرکټ لوبډلې له زمبابوې سره د یوې ورځنیو لوبو څلورو ترسره شویو څخه درې ګټلې وې او یوه یې بایللې وه.
له بله پلوه د هېواد کرکټ لوبغاړي وايي چې د لوبې لپاره یې د توپوهنې او توپ اچونې په برخه کې پراخ چمتووالی نیولی دی.
د هېواد کرکټ لوبغاړی، ګلبدین نائب څرګندوي:«موږ د راتلونکې لوبې لپاره پوره چمتووالی نیول دی. »
بل لوبغاړی، مجیب ځدران زیاتوي: «زه ډېر خوشاله یم، ډېر ښه لوبغاړي دي، ما ترې ډېر څه زده کړل.»
له دې لوبو وروسته ټاکل شوې ده چې افغانستان د نړیوالو لوبو لپاره چمتو شي، دا لوبې څلور میاشتې وروسته په زمبابوې کې د لسو هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي.