د هېواد کریکټ ۱۹ کلنو لوبډلې د نړیوالو جام سیالیو په لړ کې خپله وروستۍ لوبه د سویلي افریقا پر وړاندې وکړه او د دغې لوبدلې پر وړاندې د ۵ ویکټو بریا سره یې د نړیوال سیالیو په لړ کې اووم ځای خپل کړ.
دغه سیالۍ چې لا هم دوام لري، افغانستان خپله وروستۍ لوبه تېره ورځ(د سلواغې په ۱۶مه نېټه) وکړه.
نړیوالو سیالیو کې د افغانستان لپاره د توپ وهنې په برخه کې شفیق الله غفارزی وتوانید چې ۱۶ ویکټې ترلاسه کړي او په دې سره یې د نړیوالو سیالیو د توپ اچوونکو په نوملړ کې لومړۍ ځای خپل کړ.
په دې سره افغان لوبغاړو په نړیوالو سیالیو کې د اووم ځای خپلولو سره خپل سفر پایته ورسولو.
نړیوال جام سیالیو کې د هېواد کریکټ ۱۹ کلنو لوبغاړو په خپله ډله کې دوې لوبې و کړې چې دواړو کې یې بریاوې خپلې کړې او خپله ډله کې یې لومړي ځای ته پورته شوه.
افغان لوبډلې څلورو غورو لوبډلو ته د ننه کېدو لپاره له پاکستان سره لوبه وکړه، خو ماته یې وخوړه.
د نولس کلنو لوبډلې وروسته یې د پنځم ځای خپلولو لپاره د اسټرالیا سره لوبه وکړه او بخت ورسره یاري ونه کړه، له ماتې سره مخ شوه او په پای کې یې دغه سفر د اووم ځای خپلولو سره پای ته ورسولو.