له هغې وروسته کله چې لیونل مېسي له بارسلونا د جلایۍ غوښتنه وکړه، اوس د دغه کلب مدیران وايي چې د مېسي د پلور لپاره به هېڅ مذاکره ونه کړي.
د بارسلونا مدیران وايي هره لوبډله مېسي وغواړي باید د تړون د فسخې لپاره ۷۰۰ مېلیونه یورو ورکړي.
د «مارکا» ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې باسلونا کلب مېسي ته اعلان کړی چې د تړون یو بند چې د هغه په واسطه کولای شي د هر فصل په پای کې له پیسو پورته د تړون د فسخې غوښتنه وکړي وخت پای ته رسېدلی دی، خو مېسي وايي چې دا بند د کورونا ویروس د خپرېدو او د فصل د اوږدېدو له امله معتبر دی.
د بارسلونا کلب د خپل د لوبډل مشر د تړون د فسخې لپاره د ۷۰۰ مېلیونه یورو پرته هېڅ بل وړاندیز نه مني او له دې سره ناشونې ښکاري چې بل کلب دې وکړای شي دا شمېر پیسې ورکړای شي.
مېسي به د یکشنبې په ورځ د بارسلونا د لوبغاړو د کورونا ویروس په معاینه کې هم ګډون ونه کړي او د دغې لوبډلې له فصل مخکې تمرینونو سره به هم یو ځای نه شي.