افغان ورزشکار حسین بخش صفري شنبې ماښام(د مرغومې په ۷مه نېټه) د ۶۵ کیلو ګرام وزن کې خپل ځواکمن روسي سیال ته په آزادو مبارزاتو کې ماته ورکړه.
دغه سیالۍ د روسیې په مسکو کې ترسره شوه.
ولسمشر غني هم او اجراییه رییس، عبدالله عبدالله هم نوموړي ته د بریا مبارکي ویلې ده.
همداراز د حسین دغه بریا په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو د هرکلي سره مخامخ شوې او ډېرو کسانو ورته مبارکي ویلي.
د هېواد دغه لوبغاړي خپل لومړی مډال ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د اسیا رزمي لوبو کې چې د ترکمنستان په عشق آباد کې ترسره شوې ترلاسه کړ.