Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خوست کې د وشو لوبې ته د ځوانانو مخه کول

په خوست کې یو شمېر ځوانانو د وشو لوبې ته مخې کړې ده، خو د لوبې د زده کړې او تمرین لپاره یې د مناسب ځای نشتون، ستونزه ده.

دوی زیاتوي غواړي د افغانستان په کچه د اوشو د لوبو په سیالیو کې د هېواد استازیتوب وکړي.

وشو لوبغاړی، شریف الله څرګندوي:«دلته مشکلات دا دي چې کلپونه نشته، داسې زمینه نه ده برابره چې کابل کې موږ لوبې وکړو، د المپیک پاملرنه نشته.»

د وشو لوبغاړي وايي غواړي د هېواد او د ولایتونو په کچه د وشو په سیالو کې کډون وکړي، خو تر اوسه ورته د المپیک لخوا دا زمینه نه ده برابره شوې.

 وشو لوبغاړی، ذبیح الله وايي:«دا لوبه ۹ کمبربنده لري او ۹ فارمه لرې او هر یې درې جزه لري، په دې کې کتک، بوکس او توره ده، کابو درې څلور کاله نیسي چې دې لوبه کې استاد شې.»

وشو لوبغاړی، انعام الله زیاتوي:«اوس د وشو څانګه د پرمختګ په حال کې ده، او کابو شپږ سوه شاګردان لرو. دېرې لوبې مو په ولایت کې د ننه کړي دي، خو له ولایت نه بهر زمینه نه ده برابره.»

په ورته وخت کې د خوست د وشو ولایتي فدراسیون مسوولان وايي په هڅه کې دي ترڅو د وشو په برخه کې د هېواد په کچه سیالۍ جوړې کړي ترڅو په هېواد کې دغه لوبه پرمختګ وکړي.

خوست د اوشو فدراسیون مسوول، حکمت الله وايي:«ستونزه دا ده، دا چې د المپيک مسوولین په مرکز کې زمینه برابره کړي، تر څو موږ له دې ځایه لوبغاړي ولېږو.»

دغه خوستي ځوانان وايي ځوانان دې نشه یې توکو څخه د خلاصون لپاره د لوبو ته مخه کړي ترڅو د ښې روغتیا او راتلوونکي څخه برخمن شي.

خوست کې د وشو لوبې ته د ځوانانو مخه کول

خوست کې د وشو لوبغاړي وايي د تمرین لپاره مناسب ځای نلري او همداراز له ولایته بهر ورته د لوبو زمینه تر اوسه نه ده برابره شوې

شریک یي کړئ