د افغانستان ایمرجېنګ کرېکټ ملي لوبډلې د عمان ایمرجېنګ کرېکټ لوبډلې ته په ۹ ویکټو سره ماتې ورکړه.
په دغې لوبه کې عمان په ۴۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د افغانستان لپاره د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه، چې جتیندر سینګ تر ټولو ډېرې ۷۲ منډې وکړې خو په مقابل کې یې افغان لوبغاړي طارق ستانکزي د عمان ۴ لوبغاړي وسوځول.
افغانستان د عبدالمالک حسین خېل د ۹۰ منډو پر مټ هدف په ۳۱ اور کې پوره او بریا یې خپله کړه.