Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د «یو اف سي» درې لوبغاړي په کووېډ نولس ناورغۍ اخته شوي

د ازادو مبارزاتو سازمان «یو اف سي» اعلان کړی چې د دغه سازمان درې لوبغاړي په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي دي.

دغه سازمان ویلي دي چې له همدې امله د رزمي سپورټونو د سیالۍ کچه کمه شوې ده.

جاکایر سوزا او دوه نور مبارزین چې په کووېډ نولس اخته شوي اوس په قرنطین کې دي.

دغه درې لوبغاړي د شنبې په ورځ هغه مهال چې د امریکا فلوریدا ایالت ته راغلل تشخیص شول چې په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي دي.

ټاکل شوې وه چې برازیلی سوزا د اپرېل په امه له خپل امریکايي سیال اوریاه هال سره سیالي وکړي. دا لوبه په نیوریارک کې ترسره کېدونکې وه.

د یو اف سي سازمان په اعلامیه کې راغلي دي چې دغه درې لوبغاړو د کورونا ویروس هېڅ علایم نه لرل:«درې واړو لوبغاړو دم ګړۍ کوربه هوټل پرېښی او قرنطین شوي دي. د هغوی روغتیايي ډله به هغوی له لیرې لارې تر څار لاندې ولري او د اړتیا په صورت کې هر ډول روغتیايي اسانتیاوې به ورته برابرې شي.»

ټاکل شوې ده چې یو اف سي د کورونا ویروس د خپرېدو له امله، د ننداره کوونکو له حضور پرته ترسره شي.

شریک یي کړئ