کویټ کې د آسیا اتلول بوولینګ سیالۍ چې د افغان لوبغاړو په ګډون د کابو دېرشو هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ په لاره اچول شوې وې نن(پنج شنبې د لړم په ۹مه نېټه) پایته ورسېدې.
دغو سیالیو کې د مالیزیا، چین، هانګ کانګ، جاپان او اندونیزیا لوبغاړي ښه وځلېدل.
سیالیو کې دریوو نارینه او دوو ښځینه افغان لوبغاړو هم ګډون کړی وو، خو کوم مډال یې ترلاسه نکړ.
د هېواد د بوولینګ فدراسیون مسوولین وايي افغان ځواکونو په دغو لوبو کې له لومړي ګډون سره ښه لاسته راوړنه درلوده او توانیستل چې د هند، کوریا، ازبیکستان، ایران، اردن، قزاقستان، مصر، عراق، قطر، ماکائو او پاکستانه مخکې شي.
بوولینګ لوبو د پنځه ویشتم پړاو سیالۍ (د تلې په ۳۰مه نېټه) د ۲۸ اسیايي هېوادونو د لوبغاړو په ګډون پیل شوې.
دغو سیالیو کې ۲۸۸ لوبغاړو ګډون کړی.