د اتلس کلنو نجونو د رګبي ملي لوبډلې غوراوي سیالۍ لومړنی پړاو نن (شنبې د لړم په ۴مه) کابل کې ترسره شوې.
په دغو یو ورځنیو سیالیو کې، د کابل له څلورو ښوونځیو ۴۸ لوبغاړو حضور درلود.
د ملکه ثریا ښوونځي لوبډله، وتوانېده چې د اتلس کلنو نجونو د رګبي ملي لوبډلې د غوراوي سیالیو د دغه پړاو اتلولي خپله کړه.
د الفتح ښوونځي لوبډله دویمه او د مریم لېسه هم درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د بدني روزنې ریاست او د اولمپیک ملي کېټې له خوا ترسره شوې وه.
د دغو سیالیو په پای کې، ۱۸ لوبغاړي د اتلس کلنو نجونو د رګبي ملي لوبډلې ته غوره کړل شول.