Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسیا اتلولیو سیالۍ؛ افغان موی ټای کارانو ۶ مډالونه ترلاسه کړل

د هېواد د موی ټای ملي لوبډله نن  د اسیا اتلولیو سیالیو څخه چې د دغو سیالیو کوربتوب چین کاوه له شپږو مډالو سره هېواد ته راستنه شوه.

په دغو سیالیو کې چې د ۳۲ اسیايي هېوادونو لوبغاړو ګډون درلود، افغانستان وتوانېد چې څلور د سپينو زرو او دوه د برنزو مډالونه ترلاسه کړي.

دا سیالۍ چې د چین ماکایوي ښار کې د شپږو ورځو لپاره جوړې شوې وې، له افغانستانه ۱۱ لوبغاړو ګډون کړی وو.

د موی ټای د فډارسیون رییس امیر حسین حسیني، د لوبغاړو له خوا د دغو مډالونو له ترلاسه کولو خوښ دی.

هغه وايي چې د هېواد د موی ټای لوبغاړي وتوانېدل په دغو سیالیو کې ښه وځلېږي. 

د اسیا اتلولیو سیالیو کې د ۳۲ اسیايي هېوادونو لوبغاړو ګډون درلود، خو له دې ډلې افغانستان وتوانېد چې څلور د سپينو زرو او دوه د برنزو مډالونه ترلاسه کړي.

شریک یي کړئ