Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسیا جام سیالۍ؛ د سريلانکا د کرېکټ لوبډله اتله شوه

تر ۲۳ کلنۍ ښکته د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډله وتوانېده چې د اسیا جام سیالیو په وروستۍ لوبه کې هند ته د درې منډو په توپير ماته ورکړي او د دغو سیالیو اتلولي خپله کړي.

د اسیا جام سیالۍ کابو یوه نیمه اوونۍ مخکې د اسیا اتو غوره لوبډلو په ګډون پیل شوې وه چې تېره ورځ (شنبې د لیندۍ په ۲۴ مه) پای ته ورسېدې.

په دغې لوبه کې د توپوهنې په برخه کې لومړۍ پاڼۍ سریلانکا پیل کړه چې وتوانېده د ۵۰ اورونو په لړ کې د اوو لوبغاړو له سوځېدو سره ۲۷۰ منډې جوړې کړې چې د توپوهنې په برخه کې د سریلانکا لپاره مندیس ښه وځلېد او ۶۱ منډې یې جوړې کړې.

خو د توت اچوونې په برخه کې د سیالۍ لوبډلې لپاره راجپوت ښه وځلېد او وتوانېد چې د سریلانکا دوه لوبغاړي وسوځوي.

د هند لوبډلې د توپوهنې په برخه کې لوبه ښه پیل نه کړه او ونه توانېده چې ورکړل شوی هدف پوره کړي او لوبه یې د درې منډو په توپير سریلانکا ته وبایلله.

 تر ۲۳ کلنۍ ښکته د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله هم په ګروپي دوره کې د هند او سریلانکا په وړاندې له ماتې او د عمان په وړاندې له بریا وروسته له دغو سیالیو حذف شوه.

تر ۲۳ کلنۍ ښکته د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډله وتوانېده چې په پای لوبه کې هند ته ماته ورکړي او د اسیا جام سیالیو اتلولي خپله کړي.

شریک یي کړئ