Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د کرېکټ سیالیو لغوه کېدل

د افغانستان کرېکټ بورډ د شنبې په ورځ (د زمري په ۱۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ شل اوریزې نړیوالې لوبې چې ټاکل شوې وه په زېمبابوې کې ترسره شي، د کورونا ویروس له امله لغوه شوې.

د هېواد د کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې کوربه هېواد زېمبابوې دغه لوبې د خپلو لوبغاړو د روغتیا په ګواښ ګڼلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي:«لکه څرګنده چې د هېواد کرېکټ بورډ او د زېمبابوې کرېکټ بورډ ښه دوه اړخیزه تاریخچه لري، احتمالاً د کورونا ویروس له ګواښ سره تر مبارزې وروسته، د دواړو ملي لوبډلو ترمنځ به سیالۍ جوړې شي.»

کابو دوه میاشتې مخکې، کرېکټ بورډ د کورونا ویروس له امله له اوږده ځنډ وروسته، خپلې لومړنۍ تمریناتي لوبې ترسره کړې چې د سیا ملتونو جام او نړیوال جام سیالیو کې د جدي حضور لپاره چمتو شي.

شریک یي کړئ