Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د فوټبال۱۶کلنو لوبډله د ازبکستان په وړاندې بخت ازمايي

د افغانستان د فوټبال د ۱۶ کلنو ملي لوبډله نن (سې‎شنبې د زمري په ۸مه) د اسیا فوټبال د شپاړس کلنو اتلولیو سیالیو په چوکاټ کې په خپله څلورمه لوبه کې د ازبکستان په وړاندې بخت ازمايي.

ټاکل شوې ده دغه لوبه نن مازدیګر د کابل په وخت ۵:۳۰ دقیقې په تاجکستان کې ترسره شي.

د تېرې شپې په لوبه او حساس پړاو کې افغانستان وتوانېد چې ایران ته د ۱-۰ ماته ورکړي او د دغې سیالۍ درې امتیازه خپل کړي. افغانستان د ۷ امتیازو په لرلو سره له تاجکستان وروسته په نوملړ کې دویم ځای لري.

ذکریا حسیني د ملي لوبډلې بریدګر لوبغاړی او د دغې لوبې یوازینۍ ګول وهوونکی توانېدلی چې په درې لوبو کې درې ګولونه ووهي.

د هېواد ملي لوبغاړو، له دې مخکې ترکمنستان ته له ورته پایلې سره ماته ورکړې وه او له قرغیزستان سره ۲-۲ لوبه مساوي کړه.

د هېواد دغه ملي لوبغاړي به تر راتلوونکو دوه ورځ د کوربه تاجکستان په وړاندې د لوبې ډګر ته ورودانګي. 

شریک یي کړئ