Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د فوټبال لیګ نهم پړاو تر راتلوونکو دوو اوونیو پيلېږي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال غوره لیک نهم پړاو سیالۍ د حکومت له مالي ملاتړ سره پیل شي.

له دغه لیګ څخه د حکومت د مالي ملاتړ هوکړه لیک نن یکشنبې (د وږي په ۱۶مه) کابل کې لاسلیک شو.

د فوټبال غوره لیګ د دغه پړاو سیالۍ، د کورونا ویروس د ګواښ له امله له ځانګړو تدابیرو سره به ترسره شي.

د غوره لیګ په دغه پړاو کې د افغانستان له اتو حوزو څخه به اته لوبډلې حضور ولري.

د هېواد د فوټبال فډراسیون سرپرست محمد یوسف کارګر په دې اړه وویل:«هغه لوبډلې چې تېر کال د غوره لیګ لپاره ثبت شوي وو، کولای شي له هماغه مشخصاتو سره تر راتلوونکې یوې اوونۍ د نوم لیکنې لپاره د فوټبال فډراسیون ته راشي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د حکومت په استازیتوب د دغو سیالیو د ترسراوي لپاره زمینه برابره کړې ده.

ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ د ۱۵ ورځو لپاره ترسره شي او موبي ګروپ د طلوع او لمر له ټلوېزیونونو څخه په ژوندۍ بڼه د دغو سیالیو د خپرولو زمینه برابره وي.

د موبي ګروپ اجرايي رییس شفیق ګوهري په دې اړه وویل:«موږ غواړو چې له دې موکې استفاده وکړو او د فوټبال له ادرسه په هېواد کې د وروستیو شلو کلونو راسته راغلي ارزښتونه نړیوالو ته معرفي کړو او د ټلوېزیونونو له لارې د هېوادوالو کورونو ته ورسوو او نړیوالو ته د افغانستان واقعي څېره معرفي کړو.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نوماند هم زیاتوي:«د تېرو کلونو په څېر، سږکال هم غوره لیګ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په ملاتړ او د ولسمشر له پاملرنې سره، جوړېږي. موبي ګروپ او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ګډه توګه له همغږۍ سره دا پروګرام جوړوي.»

طوفان هریرود، شاهین اسمايي، عقابان هندوکش، سپین غربازان، اباسین څپې، سیمرغ البرز، موج‌های آمو و د میوند اتلان هغه اته لوبډلې دي چې د هېواد د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالیو کې به حضور پيدا کړي. 

شریک یي کړئ