Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان پایه فوټبال د اسیا کنفډراسیون برنزي غړیتوب ترلاسه کړ

د افغانستان فډراسیون په هېواد کې د پایه فوټبال د پراختیا د هڅو له امله د پایه فوټبال د اسیا کنفډراسیون برنزي غړیتوب ترلاسه کړی دی.

د پایه فوټبال امتیاز د غړو فډراسیونونو د پراختیا اوزار دی چې د هغه په وسیله د خپل پایه فوټبال پروګرامونو ته ارتقا ورکوي.

د افغانستان د فوټبال فډراسیون ۲۴ فډراسیون دی چې دغه غړیتوب ترلاسه کوي او د اسیا وچې د ټولو هېوادونو له هغې ډلې اسټرالیا، چین او مالیزیا له منځه دغه مقام ترلاسه کړی دی.

د اسیا فوټبال د کنفډراسیون د رپوت پر بنسټ، د افغانستان د فوټبال فډراسیون په درې مهمو برخو چې د پایه فوټبال پروګامونه، سیالۍ او کورسونه په ځان کې رانغاړي او په دې برخو یې تمرکز زیاد و.

په رپوټ همدارنګه راغلي دي چې له نړیوال ملاتړ سره مل دوه اړخیزه هڅې د دې لامل شوي چې څه باندې ۱۸۰ لوبې د څه باندې ۴۷۰۰ ګډون کوونکو زمینه برابره کړې ده.

د افعانستان د فوټبال فډراسیون د پروګرامونو پر بنسټ، ماشومان له ۶ تر ۱۰ کلنۍ سیالیو ته معرفي کېږي چې موخه له فوټبال څخه د هغوی خوند اخیستل دي.

له هغې وروسته به هغوی بنسټيز پړاو ته ګام کېږدي چې د ۱۱ تر ۱۳ کلنې ډلې لپاره به وي چې په دغه پړاو کې به په هر ولایت کې د ښوونځیو ترمنځ سیالۍ وشي.

بلخوا وروستۍ پړاو د ملي لوبډلې د بالقوه لوبغاړو په اړه دی، څو هغوی د اسیا فوټبال کنفډراسیون تنکیو ځوانانو سیالیو لپاره په ګوته کړي. 

د افغانستان فوټبال فډراسیون د کلپونو او ښوونځيو د سیالیو په چوکاټ کې د ۱۲، ۱۴ او ۱۶ کلنو کم عمره هلکانو او د ۱۵ او ۱۶ کلنو څخه کم عمره نجونو د پایه فوټبال سیالۍ په لاره اچولي دي. 

هېواد د فوټبال فډراسیون د رپوټ پر بنسټ، له ۲۰۱۶ز کال راهیسې، د پایه فوټبال څه باندې زر تنو روزونکو له کورسونو ګټه اخیستې ده.

شریک یي کړئ