Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اولمپيک سیالیو ته د لارموندنې سیالۍ، افغان لوبډله چین ته ولاړه

د هېواد ټکوانډو ملي لوبډله د ۲۰۲۰ کال اولمپیک سیالیو لپاره د لارموندولو لوبو په موخه تېره ورځ (یک‎شنبې د لړم په ۱۲مه نېټه) د چین په لور وخوځېده.

دغه لوبې د روانې زیږدیزې میاشتې په ۷مه نېټه د چین په ژي ان ښارکې ترسره کېږي.

د هېواد د ټکوانډو ملي لوبغاړي د توکیو د ۲۰۲۰کال د اولمپیکي لوبو د ونډې خپلولو په سیالیو کې د ګډون لپاره چین ته روان شول، دغو ملي لوبغاړو چې په دې وروستیو کې یې  په یو لړ کورنیو سیالیو د ټکوانډو د هغو اویا لوبغاړو له ډلې چې د ملي لوبډلو غړېتوب یې درلود، د هېواد د اولمپیکي لوبډلې غړېتوب خپل کړ.

د هېواد د ټکوانډو د ملي لوبډلې روزونکی، بشیرتره کی وايي:«‎په شپږم تاریخ لوبغاړي وزنېږي، او په اووم تاریخ لوبې پيلیږي، او په ۹تاریخ هم لوبې پایته رسېږي، دا لوبې د نړیوالو رینکینګ لورو کې راځي.»

د هېواد د ټکوانډو د ملي لوبډلې روزونکی، روح الله نیکپا زیاتوي:«زموږ لوبغاړي ښه چمتووالی لري، تمرین یې کړی او خولې یې تویې کړې دي، هیله لري چې مډال ترلاسه کړي او موږ هم هیله لرو چې له لوبو په ډک لاس راستانه شو.»

په دغو سیالیو کې محسن رضايي او حکمت الله زین په لومړي اولمپیکي وزن کې، فرزاد منصوري او حسین لطفي په دویم اولمپیکي وزن کې او دغه راز زهرا میرزايي او سمیه غلامي د مېرمنو په دوو اولمپیکي وزنونو کې ګډون کوي.

لوبغاړی، محسن رضايي په دې اړه وايي:«موږ انشاالله خپله هڅه او کوښښ کوو تر څو وتوانېږو چې ښه پایله ترلاسه کړو او له خلکو هیله کوو چې موږ ته دعا وکړي تر څو ښه وځلېږو.»

لوبغاړی، حکمت الله زین څرګندوي:«د دغو لوبو کچه ډېره لوړه ده او موږ هم ورته چمتووالی نیولی دی او له خلکو هم غواړو چې موږ ته دعا وکړي.»

لوبغاړی، سمیه غلامي همداراز بیانوي چې:«زه په دوهم وزن کې د چین په ازادو لوبو کې ګډون کوم او انشاالله د ستاسې ـ خلکو دعاوو په هیله همداراز د هغو تمرین له مخې چې د خپلو روزونکو په مرسته مو کړی، وکولی شو ښې لاسته راوړنې ولرو.»

د یادونې وړده، هغه لوبغاړي چې په دغو سیالیو کې د سروزرو مډالونه وګټي په نړیوال نوملړ کې یې لس امتیازه زیاتېږي او د دویم مقام ګټوونکي لوبغاړي به شپږ او د برونزو د مډال ګټونکي به درې امتیازه ترلاسه کړي.

د چین د ټکوانډو سیالۍ هر کاله د ټکوانډو د نړیوالو او آسیایي فډراسیونونو له لوري ترسره کېږي چې د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړي په کې ګډون کوي څو د تجربې د ترلاسه کولو ترڅنګ په اولمپیکي لوبو کې د ګډون لپاره خپل  امتیازونه لوړ کړي.

د هېواد د ټکوانډو ملي لوبغاړي د توکیو د ۲۰۲۰کال د اولمپیکي لوبو د ونډې خپلولو په سیالیو کې د ګډون لپاره چین ته روان شول.

شریک یي کړئ