په داسې حال کې چې جاپان حکومت هڅه کوي څو د کرونا وروس له خپرېدو وروسته دغه هېواد کې حالت عادي کړي، خو د بسبال ملي لوبډلې یو شمېر غړي یې په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د بسبال ملي لوبډلې ویلي دي چې لږ ترلږه تر اوسه یې د دوو غړو د کرونا ویروس پایله مثبته راغلې ده.
د لوبډلې روزونکي، ناګویا ګرامپس ویلي دي چې د موکانازاکي لوبډلې یو غوره ستوری په کرونا ویروس اخته شوی دیږ
ټاکل شوې وه د جولای له څلورمې وروسته جاپان کې سپورټي فعالیتونه پیل شي.
د جاپان د بسبال د اعلامیې له مخې هایاتو ساکاموتو، تاکومو اوشیورو نور لوبغاړي دي چې په کرونا ویروس اخته دي.
ټاکل شوې وه دغه لوبډله د چهارشنبې لوبه وکړي.
د جاپان سپورټي مسوولینو ویلي دي چې ټاکل شوې نن(پنجشنبې د غبرګولي په ۱۵مه نېټه) د کرونا ویروس لپاره د ټولو لوبغاړو نښې واخلي.
د جاپان د اقتصاد وزیر، یاسوتوشي نیشیمورا په کرونا ویروس د لوبغاړو اخته کېدو غبرګون کې ویلي چې دا یو خبرداری دی.
هغه ویلي دي:«مهمه مسله دا ده چې پر هرځای کې هرڅوک اخته کېدی شي او ټولو کسانو ته ګواښ مخامخ دی. هیله ده چې ټول دې مسلې ته جدي پام وکړي. خلک باید د ویروس په تړاو ستونزو ته فکر وکړي او درک یې کړي.»
جاپان د کرونا ویروس مهار کې بریالی عمل کړی دی.
تر اوسه جاپان کې د ک رونا ویروس له کبله ۹۱۴ تنه مړه شوي او مثبتې پېښې هم په کې ۱۷۰۰۰ ثبت شوې وې.