Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روغتیا نړیوال بنسټ: سپورټ باید له ټیټې کچې پیل شي

په داسې حال کې چې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې په کمه کچه پر ګڼې ګوڼې بندیزونه لیري کيږي، د روغتیا نړیوال بنسټ هم وايي چې سپورټي فعالیتونه باید په ټیټه کچه کې پیل شي.

په دې برخه کې د روغتیا نړیوال بنسټ کارپوه، براین مک کلوزکي وویل چې په ټیټه کچه د سپورټ سیالیو کې محدودیتونه به مرسته وکړي، څو د مخورو لوبو تنظیم کې ترې کار واخیستل شي.

نوموړي بي بي سي ته ویلي دي:«که دا لوبې په لویه کچه کې ترسره شي، نو اقدامات به پېچلي او ستونزمن کړي، نو دا چې په ډاډه سره ترسره شي، احتمال یې کم دی.»

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۳،۱۱ میلیونو اوښتی دی او له ۲۲۷ زرو زیات مړه شوي دي.

کلوزکي ویلي:«که سرکونو کې ځغاستې ته وګورو او پارکور سپورټ ته وګورو، کولی شو دا کارونه پیل کړو، ځکه دوی هېواد کې سفر نه کوي.»

دغه روغیتايي کارپوه، زیاتوي چې هغه ټولنې چې خلک په کې کم ګډون کوي، کولی شي چې د ملکي لوبو زمینه برابره کړي او دا کار ښایې نړیوالو لوبو لپاره هم ګټور وي.

دا په داسې حال کې ده چې د لوبغاړو نړیوالې ټولنې چې په ۸۵ زرو ډېر لوبغاړي یې غړیتوب لري، ویلي چې مسلکي لوبغاړي باید کار پیل نکړي.

نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۳،۱۱ میلیونو اوښتی دی او له ۲۲۷ زرو زیات مړه شوي دي

شریک یي کړئ