Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شب نبرد اتم پړاو سیالۍ کابل کې ترسره شوې

د ازادو مبارزاتو اتم پړاو سیالۍ «شب نبرد» د جمعې په شپه (د چنګاښ په ۱۴مه) کابل کې ترسره شوې.

په دې پړاو سیالیو کې دوه لوبغاړو له ایران، یوه له پاکستان او همدارنګه اوو تنو له هېواده ګډون کړی وو.

د دغو سیالیو په لومړی لوبه کې دوه افغان لوبغاړو - خان محمد اسحاق زي او عبدالبصیر افغان سره سیالي وکړه چې خان محمد اسحاق‎زی وتوانېد خپل سیال د لوبې په لومړي رونډ کې تسلیم کړي.

په دویمه سیالۍ کې چې د سمیع الله فراجي او سمیر مخلص ترمنځ وشوه. دا سیالۍ هم په لومړي رونډ کې د سمیر مخلص په ګټه پای ته ورسېده.

درېیمه لوبه چې د ایراني پوریا ګل پور او افغان عصمت الله عادل ترمنځ وشوه. دا سیالۍ په درې رونډونو کې او د امتیاز په توپير سره د افغان لوبغاړي په ګټه پای ته ورسېده.

نیمه مرکزي لوبه بیا د ذکي سکراپر او ایراني آرام رحیمي ترمنځ ترسره شوه چې ذکي واتوانېد په لومړي رونډ کې خپل ایرانی سیال ناک اوټ کړي. 

د شب نبرد اتم پړاو سیالیو وروستۍ لوبه د پاکستاني نجم خان او عبدالودود متین ترمنځ مبارزه وشوه چې دا پېښه په لومړي رونډ کې د نجم خان له بریا سره پای ته ورسېده.

د شب نبر سیالۍ «SLFC» د «موبي ګروپ» په همکارۍ هر دوه میاشتو کې یوځل کابل کې ترسره کېږي.

شریک یي کړئ