د فوټسال د شل کلنو ملي لوبډلې څلور اړخیزې سیالۍ نن سهار(یکشنبې د وږي۲۵مه) د فوټسال په جمنازیوم کې پیل شوې.
په دې سیالیو کې د کابل له څلورو زونونو څلورو لوبډلو ګډون کړی او په خپلو کې به د دریو ورځو لپاره سیالي وکړي.
مسئولین د دې سیالیو موخه د فوټسال د شل کلنو ملي لوبډلې لپاره د غوره څېرو ټاکل بولي.
په دې لوبو کې د څلورو زونونو لوبغاړي کابل کې د درېیو ورځو لپاره لوبې کوي.
د لوبو په دوام به سبا د شمال زون لوبډله د شمال لویدیځ پر وړاندې لوبه کوي او ختیځ به له لویدیځ سره لوبه وکړي.
د دې لوبو مسؤولان وايي چې دا لوبې د شل کلنو ملي لوبډلې ته د لوبغاړو غوراوي په موخه کیږي.
ټاکل شوې د هېواد د شل کلنو د فوټسال ملي لوبډله د روان میلادي کال په اکټوبر میاشت کې له خپلې سیالې ازبیکستانۍ لوبډلې سره دوستانه لوبه وکړي او له هغې وروسته به د ډسمبر په میاشت کې د اسیايي جام سیالیو کې د ګډون په موخه ایران ته سفر وکړي.
په دې اړه مو اندونه