Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فوټسال پای لوبې د لیدو لپاره کابل ښار کې د نندارې د پردو نصبول

ټاکل شوې ده چې د هېواد د فوټسال د شلو کلنو کم عمره ملي لوبډله تر راتلوونکي یوه ساعته د جاپان له ملي لوبډلې سره د اسیا اتلولیو سیالیو په پای لوبه کې د لوبې ډګر ته ورودانګي.

دا لوبه نن ماښام شپږ نیمې بجې د ایران په تبریز ښار کې پيلېږي.

کابل کې هېوادوال په آسیايي سیالیو کې د هېواد د فوټسال د ملي لوبغاړو لوبې ستايي او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د سترو نندارې پرتو (پروجګټور) په نصبولو سره دا لوبې ګوري.

له دې ډلې د کابل ‎ښار اوسېدونکو د ښار په څو برخو کې د نندارې پردې نصب کړي او ټاکل شوې دا لوبې ننداره کړي.

د کابل اوسېدونکې سهیلا هاشمي وویل:«ډېر خوشحاله کېږو چې زموږ لوبډله بریا خپله کړي. زموږ لپاره مهمه نه ده چې څوک له کومه ځایه دی؛ زموږ لپاره دا مهمه ده چې د افغانستان لپاره ویاړ ترلاسه کړي.»
د کابل اوسېدونکې  فرید احمدي څرګنده کړه:«په بې صبرۍ په تمه یوو چې لوبه پیل شي. دا د افغانستان لپاره د خوښۍ شېبې دي. هیله ده چې لوبه وګټو.»

اخوا بیا د اولمپیک د نړیوالو لوبو د دوو مډالونو ګټوونکی افغان لوبغاړي روح الله نېکپاه د هېواد د فوټسال د ملي لوبغاړو د ملاتړ لپاره خپل یو مډال هغوی ته ډالۍ کړ.

ښاغلي نېکپاه په دې اړه وویل:«په اسیايي لوبو کې پای لوبې ته رسېدل اسانه کار نه دی. څو لوبې مو ولیدې زموږ لوبغاړي عالي وو او له زړه جنګېدل. ډېر کم امکانات لرو، خو بیا هم ښه څرګند شو. د دې لپاره چې ډېر وهڅول شي، دا مډال زه هغوی ته ډالۍ کوم.»

کابل پوهنتون کې، د فرخندې فرهنګي مرکز او ځينو نورو فرهنګي او ټولنیزو مرکزونو هم د هېوادوالو د راټولولو او د لوبې نندارې لپاره ځينې تابیاوې نیولې دي.

د افغانستان او جاپان لوبډلو تر دې وړاندې یوه دوستانه لوبه کړې  چې دا لوبه  څلور پر درې د افغانستان په ګټه پایته رسیدلې ده.

شریک یي کړئ