Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د موټوکراس سیالیو ته د هراتي ځواکونو لېوالتیا

په هرات کې یو ستر شمېر ځوانان د موټوکراس یا له واټه بیرون د موټرسیایکل ځغاستې سیالۍ ته لېواله دي او په یوې اوونۍ کې لږ تر لږه یو ځل دا خطرناکه او حیرانونکی سیالۍ په لاره اچوي.

ډېری دغه ځوانان د موټرسایکل مسټریان دي چې له کلونو راهیسې د موټرسایکل له ماشین او تخنیک سره کار لري.

د هرات ځوانان او لوبغاړي وايي چې د موټوکراس په سیالیو کې سرعت، زړورتیا او د موټرسیایکل ځغلوونکي چابکوالی ډېر مهم او حیاتي دی. ځکه که څو دا ځانګړنې ونه‎لري، نه شي کولای په دغو سیالیو کې ګډون وکړي.

لوبغاړی فرزام بیاباني په دې اړه وايي:«موږ خپل احساسات کابو کولای نه شو، ځکه چې دا ورزش یوه ځانګړې پارونه لري. ځکه دا سپورټ له نورو سپورټونو سره متفاوته، خطرناک او ډېر لګښت لرونکی هغه دی.»

زیات شمېر ځوانان له کلونو راهیسې په موټرسیکلونو سره تمرینونه او په لوبو کې هم ګډون کوي.

یو بل لوبغاړی نثار احمد رحماني هم وویل:«لس تر ۱۸ موټرسایکله مې پېرلي او هر پر هر یوه شپږ مې تر اوه زره افغانۍ له خپله جېبه لګولي دي. دولت له موږ سره مرسته نه ده کړې.»

د دې ورزش زیات شمېر مینه‎وال هغه مستریان دي چې له ډېرې مودې راهیسې د موټرسیکل د ماشین او تخنیک په برخه کې کار کوي.

د هرات ښار په یوه کارخونه کې د موټرسایکل ځغلولو دوه مسلکي لوبغاړي کار کوي چې دا ځای اوس د سپورټي موټرسیکلونو پلورنځی شوی دی.

مستري او لوبغاړی نجیب الله حیدري څرګنده وي:« موږ دا موټرسایکلونه له سیالیو مخکې څېړو ترڅو د سیالۍ په ورځ له ستونزو سره مخامخ نه شو.»

بشیراحمدافسرزاده په پنځلس کلنۍ کې د موټرسیکل سپرلي پیل کړې او ځینې وختونه نورې لوبې هم کوي. د دغه ځوان په وینا د مرګ پر دېوال موټرسیکل ځغلوي.

په دښتو کې موټرسیکل ځغلول تراوسه په افغانستان کې دومره نه دي دود شوي او فدراسیون هم نه‎لري. خو دغه ځوانان وايي دې ورزش ته به دوام ورکړي او یوه ورځ به یې په ملي ورزش بدل کړي.

شریک یي کړئ