د هېواد د مویتای ملي لوبغاړو د نړۍ د ځوانانو د رزمي هنرونو د سیالیو په لومړني پړاو کې د شپږو مډالونو په ترلاسه کولو سره نن هېواد ته راستانه شول.
په دغو سیالیو کې چې د نړۍ د ۱۱ هېوادونو لوبغاړو ګډون کړی وه، د افغانستان لوبغاړي وتوانېدل چې درې د سرو، یو د سپینو زرو او دوه د برنزو مډالونه ترلاسه کړي.
د مویتای ملي فډراسیون رییس امیر حسین حسني په دې اړه وویل:« د دغو نړیوالو سیالیو په قضاوت کې ښه او فعاله ونډه لرله. د افغانستان د مویتای د فډراسیون لپاره د ځوانانو او پېغلو وده او پیاوړتیا لومړیتوب دی.»
دغه سیالۍ په سوېلي کوریا کې ترسره شوې وې او په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ شپږ لوبغاړو، دوه حکم کوونکو (داورانو) او همدارنګه د افغانستان د سپورټي کاروان رییس ګډون کړی وه.