Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د موی تای ملي لوبغاړو له نړیوالو سیالیو درې مډالونه ترلاسه کړل

د هېواد د موی تای ملي لوبغاړي وتوانېدل چې د ځوانانو د اتلولیو سیالیو کې چې په ترکیه کې ترسره شوې وې، درې مډالونه د سرو، سپينو او برنزو ترلاسه کړل.

امین‎الله کریمي په ۵۴ کلیو ګرامه وزن کې، د الجیزایر، برېټانیا، فرانسې لوبغاړو په وړاندې له بریا وروسته د بلجیم په وړاندې ماتې وخوړه او د دغو سیالیو د برنزو مډال یې ترلاسه کړ.

خو کریمي بیا د «موی تاله» یا د اوبو پر مخ لوبه کې د پولنډ، او پېرو په وړاندې بریا سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

فراد حسیني په ۵۷ کلیو ګرامه وزن کې د مغولستان او کمبیا په وړاندې له دوه بریاوو وروسته په یوه څلورم پای لوبه کې خپل روسي سیال ته لوبه بایلوده او کوم مډال یې ترلاسه نه کړ.

د هېواد دغه لوبغاړي په «موی تاله» کې د سریلانکا، اسرایل په وړاندې له بریا او د فیلېپين په وړاندې له ماتې وروسته د سپينو زرو مډال تر لاسه کړ.

د ځوانانو د اتلولۍ سیالۍ د ۷۵ هېوادونو له حضور او د ترکیې د انتالیا ښار په کوربتوب ترسره شوې وې.ش

په دغو سیالیو کې، د افغانستان په کوربتوب، یو روزونکی، یو حکم کوونکی، او دوه لوبغاړو ګډون کړی وو. 

شریک یي کړئ