Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات معلول لوبغاړي: د امکاناتو نشتون زموږ د پرمختګ مخه نیولې

په هرات کې معلول لوبغاړي وايي چې د دولت بې پامي او د اړتیا وړ امکاناتو نشتون د هغوی د پرختګ مخنیوی کړی دی.

د دغو لوبغاړو په وینا که چېرې د اړتیا وړ امکانات په واک کې ورکړل شي، هغوی کولای شي په نړیوالو لوبغالو کې د افغانستان لپاره مډال ترلاسه کړي.

یو له دغو لوبغاړو عبدالرحیم رادمنش وايي:«نه ملاتړ د دې لامل کېږي چې د معلولیت لرونکو لوبغاړو لپاره مسیر لوړ شي او له ځنډ سره هغې موخې ته چې لري یې ورسېږي. په هغه صورت کې چې همکاري وي، باور لرو چې ډېر خپلو موخو ته رسېږي.»

بل معلول لوبغاړی فرهاد محمدي هم وویل:«مخکې موږ له ویلچر سره لوبه کوله چې اصلاً سټنډرډ نه وې. کله چې بهرنیو لوبو ته تللو موږ ته یې طعنه راکوله.»

له دې سره سم، ترکیې پورې اړوند د ټیکا په نامه یوه بنسټ په هرات کې معلولینو پورې اړوند د سپورټ له لسو څانګو سره د اړتیا وړ سپورټي او اداري وسایلو مرسته وکړه.
 
د دغه بنسټ مسوولین وايي، په افغانستان کې د سپورټ د ودې په موخه، د ترکیې حکومت له افغان لوبغاړو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

په هرات کې د معلولو لوبغاړو د معیاري ویلچرونو او د لوبو د ډګر نشتون له اصلي ننګونو شمېرل کېږي.

د هرات د پارااولمپيک مسوول نادرشاه حیدري وايي:«دولس دانې وېلچیر چې کېدای شي له هغه په بېلابېلو څانګو کې استفاده وشي، له موږ سره مرسته شوې او همدارنګه اداري وسایل مېز او کمپيوټر دي.»

په هرات کې شاوخوا زر معلولین د شطرنج، پر وېلچیر بسکټبال، په ناستې والیبال، پاور لفټینګ، بدمنټون او فوټسال پر لوبو بوخت دي.
 
د ویلو ده چې د هېواد د پارااولمپیک ملي لوبډلې ډېری غړي د هرات له لوبغاړو غوره شوي چې تر اوسه یې په څو نړیوالو لوبو کې ګډون کړی او افغانستان ته یې مډالونه هم راوړي دي.

شریک یي کړئ